حكومت د معيشت او سېلابونو له امله د رامخې ته شوو چيلنجونو او ستونزو مخنيوي له چمتو دے۔ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل

اسلام آباد۔22ستمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي حكومت د معيشت او سېلابونو له امله د رامخې ته شوو چيلنجونو او ستونزو مخنيوي له چمتو دے۔ هغه دا خبره د نړيوال بېنك صدر مارټن رائزر او په پاكستان كښې د نړيوال بېنك كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسان سره په يو ورچوئل ميټنګ كښې وكړه۔ په غونډه كښې وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا، د فنانس ډويژن او ورلډ بينك لوړ پوړو افسرانو هم ګډون وكړو۔ د خزانې وزیر پاکستان ته راغلي پلاوي ته تود هركلې اووې او د پاكستان په پرله پسې مرسته كولو يۍ د دوي مننه وكړه۔ د خزانې وزير پلاوې د سېلاب د ناوړه اغېزو نه خبرولو سره ووئيل د هېواد په درېو كښې يوه برخه د سېلاب ستونزو سره مخ ده او يو شمېر فصلونو په خاص توګه غنمو او پومبې ته سخت زيان رسېدلے دے۔ دغسې د هېواد معاشي استحكام ته هم زيان رسېدلے دے۔ د ملاقات په مهال د نړيوال بېنك منصوبو رائز ټو اورپیس ټو جاج هم واخستلے شو۔ د نړيوال بېنك نائب صدر د سېلاب د لاسه په رامخې ته شوي ناوړه صورتحال قابو موندلو له د حكومت هڅې وستائلې۔ پلاوي اعتراف وكړو چې د اوسني سېلاب څخه رامخې ته شوې ستونزې د بشري ځانونو سره سره د هېواد معاشي صحت هم اغېزمن كړے ۔ ده پلاوي ته ووئيل اوسنے حكومت موسمياتي لحاظ سره مناسبو منصوبو ته زياته پاملرنه كوي