د وزيراعظم محمد شهباز شريف د تاجكستان صدر امام علي رحمان سره ملاقات٬د سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو پشمول په دوه اړخيزه ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه

سمرقند 15ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ په سمر قند كښې د شنګهائي مرستې تنظيم(اېس سي او)مشرانو غونډې په موقع د تاجكستان صدر امام علي رحمان سره ملاقات كړے او د دواړو هېوادونو ترمينځه د باور وړ او تعميري اعلٰی كچ رابطو٬بين الپارليماني روابط٬دفاعي او امنيتي اړيكو لا قوي كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه او د منطقې په خاص توګه په افغانستان كښې د امن٬استحكام او سلامتيا قوي كولو لپاره په ګډه كار كولو ته اتفاق وكړو۔دواړو مشرانو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو پشمول په شريكه توګه د ګټورې دوه اړخيزه مرستې د ټولو اړخونو احاطه كولو سره تفصيلي خبرې وكړې۔تاجك صدر امام علي رحمان په پاكستان كښې د اوسني سېلاب له امله په شوي ځاني زيان او تباهۍ د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د ځپليو كسانو مرستې او د بحالۍ په هڅو كښې ئې د تاجكستان لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔وزيراعظم په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو په مرسته د تاجكستان مننه وكړه او د موسمياتي بدلونونو په سبب د راغلې سېلاب له امله د شوې تباهۍ تفصيلات نه ئې هغه خبر دے ۔وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه په زياتې شوې سياسي٬تجارتي٬اقتصادي او كلتوري مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔وزيراعظم د دوه اړخيزه اداره جاتي لائحه عمل باقاعدګۍ سره ملاقاتونو او د توان په پروژو د عملدرآمد لپاره د شريكې ګټې مرستې په اهميت زور راوړو۔ده د كاسا 1000 پاور ټرانسمېشن پروژې په وخت بشپړولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ده د ګوادر او كراچۍ او تر تاجكستان د رسنې آسانۍ وركولو لپاره د پاكستان په تيارۍ زور راوړو۔دواړو لارښودو د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او په منطقه په خاص توګه افغانستان كښې د امن٬استحكام او سلامتيا قوي كولو لپاره په ګډه كار كولو ته اتفاق وكړو۔دواړو لارښودو د نزدې رابطې په ځاې ساتلو هم اتفاق وكړو۔وزيراعظم شهباز شريف صدر امام علي رحمان ته د پاكستان دورې بلنه وركړه او د تاجك صدر امام علي رحمان وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د تاجكستان دورې هم بلنه وركړه