وزير اعظم محمد شهباز شريف او د ازبكستان صدر ترمينځه ملاقات، د بين الحكومتي كمېشن غونډي رابللو ته اتفاق

سمر قند 15ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ازبكستان صدر شوكت مرزيوف د تجارت او معيشت په څانګو كښې اړيكو قوي كولو او ريل، سړك او بندرځايونو د لارې سيمه ايزو رابطو ته د ودې وركولو په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې دغسې دواړو لارښودو پاكستان او ازبكستان ترمينځه ټول څانګو كښې مرستي لا زياتولو لپاره د بين الحكومتي كميشن غونډي زر تر زره رابللو ته اتفاق كړے ۔دواړو لارښودو ملاقات د زيارت په ورځ د شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او ) مشرانو غونډي په موقع شوې۔دواړو لارښودو د پاكستان او ازبكستان ترمينځه په اړيكو او په نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ وزير اعظم د سيلاب ځپليو لپاره د مرستي په سامان رالېږلو او د همدردۍ په څرګندونه د ازبك صدر مننه وكړه۔ده هغه د موسمي بدلون په وجه د سيلاب له امله د انساني ٬ فصلونو، څاروو ، كورونو او مهم انفراسټركچر ته د رسيدلي زيان په اړه خبر كړو۔ دواړو لارښودو تجارتي او معاشي اړيكو په خاص توګه په دوه اړخيزه مرسته ٬ ريل، سړك او بندرځايونو د لارې سيمه ايزې رابطي ته په وده وركولو د خيالاتو څركندونه وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف د ازبكستان او پاكستان ترمينځه راهدارۍ تجارت لوظنامي او ترجيحي تجارتي لوظنامي د بشپړه فعالولو سره سياسي اړيكو ، تند رفتاره تجارت او اقتصادي مرستي زياتولو په اهميت زور راوړو۔ وزير اعظم نزدي دفاعي او سيكورټي مرستي پشمول د تعليم، كلتور او سيلګرۍ په څانګو كښې د معاونت زياتولو په حاجت زور راوړو۔وزيراعظم ووئيل ازاد ويزا نظام سره به تجارت او سرمايه كاري زياتولو لپاره د دواړه هېوادونو ترمينځه د كاروباري ورورولۍ ډاډګيرنه وشي۔ وزيراعظم ټرانس افغان ريلوے منصوبه په وخت بشپړولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے هم وكړو او افغانستان، پاكستان او ازبكستان تكنيكي ډلو د اړخه افغانستان كښې په منصوبه كار كاميابۍ سره په بشپړولو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔دا منصوبه بشپړولو سره به كراچۍ او ګوادر كي بندرځايونو د لارې مينځني اسياﺀ هېوادونه د نوري نړۍ سره په تجارتي توګه وتړلې شي۔ دواړو لارښودو د پاكستان او ازبكستان ترمينځه ټولو څانګو كښې مرستي ته لا ودې وركولو لپاره خصوصي تجاويز او منصوبې جوړولو لپاره د بين الحكومتي كميشن غونډي زر رابللو ته صلاح شول ۔ وزيراعظم صدر شوكت مرزيوف له د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه دغسې ازبك صدر هم وزيراعظم له زر تر زره د ازبكستان دورې بلنه وركړه