خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس خارجه وزارت ته په رسېدو هركلے وكړو

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس د پاكستان دوه ورځنۍ دورې په موقع خارجه وزارت ته رسېدو هركلے كړے۔په دې موقع د خارجه وزارت سينئر چارواكي هم موجود وو۔د دې نه پس خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل شريك كنفرنس ته وېنا وكړه۔انتونيو ګوتيرس د سېلاب ځپلي پاكستان اولس سره د همدردۍ او يووالي لپاره د پاكستان په دور راغلے۔هغه به د سېلاب ځپليو سيمو هم دوره كوي۔د دې څخه وړاندې هغه په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره ملاقات وكړو