زمونږ بهادر پوځ 57 كاله وړاندې په پاكه خاوره د بريد كونكې دښمن عزائم ناكامه كړي ۔وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د 6 ستمبر شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي زمونږ بهادر پوځ د خپلې عقيدې او كلكې ارادې سره نن څخه 57 كاله وړاندې د شپې په تياره كښې په پاكه خاوره د بريد كونكې څوك چې د زمونږ د وسائلو څخه يو په څلور زيات لوي دښمن وو د هغه عزائم ناكامه كړي وو ،ټول قام دغه غازيانو او شيدانو ته سلام كوي،نن په 6 ستمبر يو ځل بيا قام د خپلو سيلاب ځپليو مرستي لپاره د هغې جذبې تر مخه په چيلنج قابو مومي۔د نهې په ورځ وزيراعظم د پاك پوځ نرانو عسكرو ته پيرزوئنې وړاندې كولو لپاره په وفاقي پايه تخت كښې پاكستان مانومنټ كښې د شهيدانو په يادګار د كلونو څادر غوړولو نه پس خپلو خبرو كښې ووئيل ټو قام نن خپلو شهيدانو او غازيانو ته سلام كوي كومو چې نن څخه 57 كاله وړاندې په پاكستان د شپې په تياره كښې د لااله الاالله د ورد سره د دښمن مقابله كړې او په خپلو وينو ئې د پاكستان د پولو حفاظت كړے ۔ده ووئيل زمونږ هغه شهيدانو او غازيانو د خپلو ځانونو په قربانۍ د دښمن مكاره بريد څخه پاكستان ساتلے كړے ا و د هېواد د يو يو انچ ئې د خپل ځان څخه زيات حفاظت كړے او دښمن له ئې ماتې وركړې۔ وزيراعظم ووئيل بايد نن يو ځل بيا قام د سيلاب ځپليو مرستي لپاره په ګډه هلي ځلي وكړي،نه څوك پنجابے، سندھے، پښتون،بلوچ،نه بلتي او نه كشميرې دے بلكه ټول مسلمانان دي او د باران او سيلاب به شپه ورځ مقابله كوو۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې دومره لوي سيلاب ما نه دې ليدلے ،ټول قام ،وفاقي او صوبائي حكومتونه ،وسله والو ځواكونه د دې مقابله كوي،د دړيدلي انسانيت مرسته كوي ، ده ووئېل د پاك پوځ آفسرانو او ځوانانو په دې مهال د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي ۔ځپلي ئې محفوظو ځايونو ته رسولي ۔وزيراعظم ووئيل په نن ورځ زه ميجر عزيز بھټي شهيد،ميجر شبير شريف شهيد،سكوارډن ليډر سرفراز رفيق شهيد،ميجر محمد ضياءالدين شهيد پشمول هغه شهيد او غازي ته سلام كوم كومو چې د خپلو ځانونو پرواه كولو نه غير د هېواد دفاع كړې ۔