قام شهيدانو ته سلام كوي، د سيلاب چيلنج به په اتحاد او قامي يووالي مقابله كوو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د كابينې غونډي وينا

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف وئيلي دي قام د هېواد دفاع او سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو ته سلام كوي چا چې په 6 ستمبر 1965 د خپل دښمن ناوړه عزائم خاوري كړي، قام د تاريخ لوي سيلاب په صورت نن يو ځل بيا غټ چيلنج سره مخ دے، د قامي اتحاد او په يووالي به د دې مقابله كوو۔د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډي ته په خپله وينا كښې وزيراعظم ووئيل نن قام د دفاع ورځ په يو داسې وخت كښې لمانځي كله چې هېواد د سيلاب سره مخ دے ۔ټول هېواد كښې د شهيدانو په قبرونو د ګلونو څادرې غوړولې شي،هغوي لپاره دعاګاني كېږي او هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كېږي۔ ده ووئېل د دفاع ورځ مونږ ته 57 كاله وړاندې د هغه ورځې يادګېرنه كوي كله چې زمونږ دښمن د شپې په تياره كښې په پاكستان بريد كړے ؤ خو زمونږ د مېړنو ځواكونو افسرانو ، ځوانانو د لا اله الا اهلم په نعره او د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړي ۔ وزيراعظم ووئيل نه يواځي قام بلكه زمونږ نوې نسلونه او زمونږ بچي به هغه شهيدان او غازيان عمر له ياد ساتي۔ وزيراعظم ووئيل نن مونږ ته د هغې خبرې احساس هم كېږي چې كله قام يو شي او رنګ او نسل او قوميت نه غير يو موټے شي نو د لوي مشكل او د چيلنج مقابله كولې شي۔ده ووئيل زمونږ جذبه لرونكو ځوانانو د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړې۔زمونږ زمكيز او سمدنري او فضائي پوځ د دښمن پوځ ته په رڼا ورځ ستوري ښودلي، ده ووئېل نن يو ځل بيا د پاكستان قام د يو بل لوئ چيلنج سره مخ دے ۔د مهران وادي نه تر بلوچستان غرونه ، د خېبر پښتونخوا غرونه ، د جنوبي پنجاب ميدانونه او تر ګلګت بلتستان او آزاد كشمير هر ځائې د سيلاب اوبه لاړې دي ۔ ده ووئېل تيره ورځ زه قمبر شهدادكوټ ته تللے ووم چرته چې ګڼ كلي په اوبو كښې پراته دي ۔ هر پلو سيلاب دے۔ګڼ كورونه تباه شوي او 1300 كسان مړه شوي چې پكښې ماشومان هم شامل دي دغسې ګڼ شمير وګړي ژوبل شوي او د هغوي څاروي هم مړه شوي ،دغسې په ايكړو زمكه ولاړ فصلونه تباه شوي۔ ده ووئېل د سندھ نه پس بلوچستان كښې لويه تباهي شوې ۔ سوات ، جنوبي پنجاب پشمول ټول هېواد كښې 3 كروړه څخه زيات پاكستانيان د سيلاب سره مخ دي او هر ځائې اوبه اوبه دي۔په دې حالاتو كښې نن هم يو ځل بيا قام هغه جذبې او حوصلې ته اړتيا ده د كومي څرګندونه چې په 1965 كښې شوې وه۔خواري كښ ، كروندګر ، زدكوونكي ، سندھيان ، بلوچيان، پنجابيان ، پښتانه ټول يو دي او نوې تاريخ جوړوي۔ وزيراعظم ووئيل لسبيله كښې زمونږ افسران او ځوانان شهيدان شوي۔ غذر كښې د يوې كورنۍ 8 كسان مړه شوي او يواځي يو مشر او د هغه معذوره لور پاتي شوې ۔داسې خبرونه هر ځاې دي خو ټول قام يو ځل بيا يو شوے ۔ وزيراعظم د هېواد دفاع لپاره قرباني وركونكو شهيدانو او غازيانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ټول قام هغوي ته سلام كوي چا چې د خپلو ځانونو په قرباني وركولو دښمن له ماتې وركړې ،د هغوي دغه قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔