د سترو لارو او انفراسټركچر بحالۍ لپاره هلي ځلي كوونكي د قام اتلان دي۔وزيراعظم محمد شهبازشريف

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهبازشريف وئيلي دي د سيلاب نه پس د سترو لارو ،پبلك وركس او انفراسټركچر بحالۍ له هلي ځلي كوونكي د قام اتلان دي،زما پشمول ټول قام په هغوي وياړ لري۔د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د بلوچستان دورې په مهال تيره ورځ ما د مچھ اسسټنټ كمشنر عائشه زهري او اين ايچ اے چارواكو او خواري كښو سره ملاقات شوے كوم چې د سيلاب نه پس د سترو لارو ،پبلك وركس او انفراسټركچر بحالۍ لپاره په زړه پوري كار كوي۔وزيراعظم ووئيل دا ټول د قام اتلان دي او زما پشمول ټول قام په هغوي وياړ لري۔