د تركيه صدر رجب طيب اردوان وزيراعظم شهباز شريف ته ټېليفون وكړو٬په سېلاب كښې په ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د جمهوريه تركيې صدر رجب طيب اردوان تېره ورځ وزيراعظم شهباز شريف ته ټېليفون وكړو او په سېلاب كښې يې په ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه وكړه او وئېل چې د دوي هېواد به تل د پاكستان مرسته كوي۔وزيراعظم د تركيې صدر او په پاكستان كښې د سېلاب تازه صورتحال او په بېړني بنيادونو د مرستې په اړه د حكومت د هڅو نه خبر كړو۔وزيراعظم ووئيل چې چې د پاكستان د جون 2022 د نيمائي نه سخت موسمي حالاتو سره مخ دے٬په ډېرو سيمو كښې د څلور نه تر پنځه چنده زيات بارانونه شوي خو په باران او سېلاب كښې په لويه پېمانه زيان شوې۔د خلكو محفوظ ځايونو ته په رسولو او د مرستې په چارو كښې ستونزې دي۔وزيراعظم د حكومت په هڅو رڼا اچولو سره ووئيل چې پاكستان د ملګرو ملتونو د لارې د فوري مرستې خواست تيار كړې كوم به چې داګست په 30مه نېټه كال 2022م وكړې شي۔ده هيله څرګنده كړه چې نړيواله ټولنه به په دې خواست د فنډ ضروريات پوره كولو كښې مرسته وكړي۔وزيراعظم په انساني بنيادونو په مرسته د تركيې صدر رجب طيب اردوان مننه وكړه۔ په دوه اړخيزه تناظر كښې وزيراعظم شهباز شريف تركيې سره په ټولو څانګو كښې اړيكو ته د ودې وركولو د عزم څرګندونه وكړه۔ده د جمو او كشمير اولس لپاره د تركيې د صدر د پرله پسې ملاتړ مننه هم وكړه۔