د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو سره د كورونو او ودانيو وفاقي وزير مولانا عبدالواسع ملاقات وكړو٬د سېلاب په صورتحال خبرې

كوئټه 27 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو سره د كورونو او ودانيو وفاقي وزير مولانا عبدالواسع ملاقات كړی۔د ملاقات په مهال د سېلاب په صورتحال خبرې شوې دي۔په ملاقات كښې د باران او سېلاب په زيان او د مرستې بحالۍ په چارو هم خبرې وشوې۔وزيراعلٰی په خپلو خبرو كښې ووئيل چې صوبائي حكومت د ځپليو فوري مرسته باوري كوي۔د حكومت هڅه ده چې د زيان سروے زر وكړي٬ځپليو ته به ډېر زر مالي مرسته پیل كړی شي۔وفاقي وزير ووئيل چې وفاقي حكومت به د ځپليو په بحالۍ كښې د صوبائي حكومت بشپړه مرسته كوي