په بلوچستان كښې د سېلاب له امله تراوسه 225 مرګونه٬ 1200 كسان ژوبل او 10 زره څخه زيات ډنګر ځپلے شوي ۔فرح عظيم شاه

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)د بلوچستان حكومت وياندې فرح عظيم شاه وئېلي دي په بلوچستان كښې د اوسنو بارانونو له امله ځاني او مالي زين شوے٬ په بلوچستان كښې د سېلاب له امله تراوسه 225 مرګونه٬ 1200 كسان ژوبل او 10 زره څخه زيات ډنګر ځپلے شوي ٬د سېلاب له امله د ځينو سيمو تراوسه د زمكي رابطه منقطع شوې۔د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د بلوچستان حكومت وياندې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف وژن ته سلام كوم چا چې د سېلاب ځپليو په اړه وئېلي دي چې وفاقي حكومت به بلوچستان چرې هم يواځې پرې نه ږدي۔دې ووئيل د سېلاب له امله د ځينو سيمو تراوسه زمكيزه رابطه منقطع ده ٬د سېلاب له امله انفراسټركچر ځپلے شوے٬لارې خرابې شوې چې د دې په سبب نورې لارې جوړې كړی شوي۔دې ووئيل د بارانونو له امله هلته سولر سسټم او ټيوب ويلز هم ځپلے شوي چې په سبب يې وګړي د څښكلو په پاكو اوبو كښې ستونزې سره مخ شوي۔دې ووئيل په بلوچستان كښې د سېلاب له امله تراوسه 225 مرګونه٬ 1200 كسان ژوبل او 10 زره څخه زيات ډنګر ځپلے شوي ۔دې ووئيل د بلوچستان وزيراعلٰی د ځپليو د مرستې كارونو پخپله څارنه كوي۔دې ووئيل تنقيد كول آسان دے خو عملي كار كول مشكل دے٬مونږ د بلوچستان اولس لپاره د ښېګړې هڅې كوو