باغ كښې د پاك پوځ د ګاډي په پېښه كښې د شهيد شوي پوځي ځوان د جنازې مونځ په اوباړو كښې ادا كړے شو

سكهر 22 اګست (اے پي پي) په باغ كښې د پاك پوځ د ګاډي په پېښه كښې د شهيد شوي پوځي ځوان نائيك شاهد حسېن د جنازې مونځ په اوباړو كښې د هغه په كلي راجن پور كښې ادا ګړے شو۔د جنازې په مونځ كښې عسكري افسرانو٬اېم پي اے شهريار او وګړو په لويه شمېره ګډون وكړو۔شهيد شوے پوځي ځوان د پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارلے شو