ملتان 22 اګست (اے پي پي)د سوئېلي پنجاب هاؤسنګ سېكرټري جاوېد اختر محمود وئېلي دي سېلاب ځپليو ته راشن او نور ضروري څيزونه باوري كولو لپاره هڅې كوو۔ده خواست وكړو چې اولس دې هم د سېلاب ځپليو بشپره مرسته وكړي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د سېلاب ځپليو د كيمپونو او د ځپليو سيمو دورې كولو په موقع وكړه ۔ده په دې موقع اړوندو چارواكو ته د كوټلې حكمت عملۍ له مخې د سېلاب ځپليو د مرستې كولو احكامات هم جاري كړے شول ۔ده ووئيل د تونسه پشمول په سوئېلي پنجاب كښې رېليف لپاره انتظاميې سره په ګډه هڅې كوو۔ده د ځپليو سيمو دورې په موقع ځپليو ته راشن هم په دې مهال وركړو۔