حكومت د جامع اقدامات د لارې معيشت د ديواليه كېدو څخه محفوظ كړے۔د ډاكټر عائشه غوث پاشا په انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټديز كښې وېنا

اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي)د خزانې او محصولات وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا وئېلي دي حكومت د جامع اقدامات د لارې معيشت د ديواليه كېدو خطرو څخه محفوظ كړے٬د روپۍ په قدر كښې اضافه كېږي او درآمدات مخ په كمېدو دے۔د انساني او اقتصادي سلامتيا نه بغېر د قامي سلامتيا تصور نيمګړے دے۔هغې دا خبرې د ګل په ورځ په انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز كښې “د پاكستان اقتصادي سلامتيا—چېلنجونه او لائحه عمل”په موضوع د خاص رپورټ د اجرا په موقع په خپله وېنا كښې وكړې۔وزيرمملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا ووئيل په اوسني وخت كښې د اقتصادي او انساني سلامتيا نه بغېر د قامي سلامتيا تصور نيمګړے دے٬بايد اقتصادي سلامتيا لپاره بهرنۍ ادائيګۍ لپاره قوي بنيادونه وي ځكه چې د هر يو هېواد په پرمختګ او خوشحالۍ كښې اقتصادي سلامتيا كليدي كردار لري۔وزير مملكت ووئيل سماجي اشاريې د اقتصادي سلامتيا ټاكنه كوي۔انساني او اقتصادي پرمختګ لپاره د ټولنې د كم آمدن او محرومه طبقې مخ په وړاندې بوتلل ضروري دي