شيراني٬ژوب ډي آئي خان په ستره لاره ادانه سر كښې د باران ورسېدو او خاورو كمرو لوېدلو له امله ګير شوي 2500 مسافر رېسكيو شوي

شيراني 19 اګست (اے پي پي) شيراني٬ژوب ډي آئي خان په ستره لاره ادانه سر سيمه كښې د باران ورېدو او د خاورو كمر لوېدو له امله ګير شوي 2500 مسافر رېسكيو كړے شوي ۔ د بلوچستان په حدود كښې د سترې لارې كليئر كېدو لپاره اقدامات روان دي او خېبرپښتونخوا كښې په سروبي لاره بنده ده۔ د ژوب ډويژن كمشنر سعيد احمد عمراني په خاص هدايت مسافرو ته خوراك وركړے شوے او هغوي د پرائيوېټ ګاډو د لارې ژوب ته رسولے شوي ۔په دې موقع اسسټنټ كمشنر شيراني مهتاب شاه٬تحصيلدار شيراني سهيل خان مندوخيل٬د زرعي انجينئرنګ محكمې ډپټي ډائرېكتر طاهر جان مندوخيل او ليويز اهلكارو د مرستې په كاروائيو كښې برخه اخستې ده