وفاقي کابينې د 35 داروګانو په بيعه كښې د اضافې سمري مسترد كړه٬ د كابينې د منظورۍ نه غېر دې هېڅ قسمه اضافه ونه كړې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې كښې د موسمياتي بدلون په اثرات تفصيلي بريفنګ

APP40-160822 ISLAMABAD: August 16 - Prime Minister Shehbaz Sharif chairs Federal Cabinet Meeting. APP

اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) وفاقي کابينې د 35 داروګانو په بيعه كښې د اضافې سمري مسترد كولو سره امر كړے چې د كابينې د منظورۍ نه غېر دې هېڅ قسمه اضافه ونه كړې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه ٬ په دې موقع د وزيراعظم ټولو غړو هركلے وكړو او د وزيراعظم پشمول د كابينې غړود صنعت و تجارت وفاقي وزير مخدوم مرتضيٰ محمود، د كېبنټ سيكرتري احمد نواز سکھيرا، د صنعت او تجارت سېكرتري چوهدري امداد الله بوسال ته په سول اېوارډز ترلاسه كېدو مباركي وركړې شوه او د دوي د خدمات ستائنه وشوه٬ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه كښې د موسمياتي بدلون په اثرات تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔ کابينې ته ووئيل شول په دې لړ كښې په تېرو لسو كالو كښې د معمولي بدلون سره په وړومبو اته تر ټولو زياتو ځپليو هېوادونو فهرست كښې شامل وو كومه چې د تشويش خبره ده او د ګلوبل وارمنګ د ګازونو په فضا كښې په اخراج كښې زمونږ برخه په نړۍ كښې يواځې يو فيصد جوړېږي٬ موسمياتي بدلون د پاكستان وسائل زيات متاثره كوي او په آبادۍ كښې پرله پسې اضافه هم د دې يو سبب دے۔ په دې لړ كښې ووئيل شول د موسمياتي بدلون پحقله په سمدستي توګه ميټي ګيشن اينډ اډيپټيشن په لائحه عملدرامد ته اړتيا ده۔ کابينه كښې تجويز وركړے شو چې پاکستان ته په رامخې ته مسئلو خبرتيا، د پاکستان د موسمياتي بدلون اغيز څخه بچ كېدل او Cop-27 له مخې په پورته كړو اقداماتو تفصيلي ډاکومنټري جوړولو سره دې نړيوال فورمز ته وړاندې كړې شي٬ د دې نه علاوه د دې بحران مخنيوي لپاره په نړيواله كچه رائج شوې جديد او سائنسي اقدامات اختيارولو په ضرورت زور رواړلے شو۔ كابينې په دې خبره صلاحشوه چې په ټي وي چينلز د پبلك سروس ميسجنګ دورانيه د دې مسئلو د مخنيوي پحقله په موثره ډول كارول دې باوري كړې شي او د دې نه علاوه دې د سكولونو او كالجونو په نصاب كښې هم د موسمياتي بدلون تعليم شاملولو او د موسمياتي بدلون اثرات نه بچ كېدو لپاره د جوړو كړو پاليسو په نفاذ باوري كولو هم زور رواړلې شي ٬ کابينې په جنګي بنيادونو د رين هارويسټنګ منصوبه بندي په اړتيا ټېنګار وكړو٬ په دې لړ كښې په اسلام آباد كښې د دې منصوبې د پائلټ پراجيکټ په توګه د اجراء په تجويز هم غور وكړے شو۔ په دې موقع كابينې په متفقه توګل د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې په مشرۍ كښې د كابينه كمېټئ جوړولو منظوري وركړه چې پكښې به د ټولو اړوندو وزارتونو وزيرانشامل وي٬ كوم چې به د موسمياتي بدلون اثرات نه بچ كېدو لپاره د لنډې٬ مېنځنۍ او د اوږدې مودې په منصوبو خپل سفارشات وړاندې كوي۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل موسمياتي بدلون٬ واټر او فوډ سكيورټي درې واړه يو بل سره تړلي چېلنجونه دي او مونږ له د دې لاره نيول دي او خپل نوې كول د دې اثرات نه ساتلو لپاره په سمدستي توګه اقدامات ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون څخه د پېدا كېدونكو متوقع مسئلو نه ښه خبر يو او د دې مسئلې حل د حكومت په وړومبنو ترجيحاتو كښې شامل دے ۔ وفاقي کابينې د خزانې وزارت په سفارش مالي كال 23-2022 لپاره د ديت لږ نه لږ حد د 30 زره 630 ګرام چاندي چې ماليت ئې تقريباً 43 لکه روپۍ نه زيات جوړېږي د مقرر كولو منظوري هم وركړه۔ وفاقي کابينه د اي سي سي د 11 اګست 2022 په غونډه كښې د 142 ملين ډالره (ايوي ايشن) فنانسنګ سهولت لپاره د اېن بي پي په حق كښې د پاكستان حكومت د ګارنټۍ اجراء د پرېكړې توثيق وكړو ٬٬ د سي سي اېل سي د 15م اګست 2022 په غونډه كښې د شوو پرېكړو هم توثيق وكړے شو چې پكښې ډيفنس سکيورټي فورس (ډي اېس ايف) د ګورنمنټ ميريډ اکاموډيشن اتھارائزيشن: د آرمي ريګوليشنز (رولز)۔1998، د راشنز اينډ سپلائز (ريګوليشنز) 2015 د قاعده 11 په انيکس ون كښې بدلون، د نيشنل سکلز يونيورسټي په اېکټ 2018 كښې بدلون، د كال 2015 صدارتي آرډر 1 كښې بدلون كولو سره ايډووکيټ جنرل آئي سي ټي اسلام آباد په دفتر كښې د لا آفيسرز د تقررۍ او د پاکستان ويټرنري ميډيکل کونسل (پي وي اېم سي) ايمپلائز سروس ريګوليشنز 2022 شامل دي٬ وفاقي کابينې د داخله وزارت په سفارش د 10 كسانو نامې په اي سي اېل كښې د اچولو٬ د 22 كسانو نامې د اي سي اېل نه د ويستلو او دريو كسانو ته د يو ځل اجازې (او ټي پي ) منظوري وركړه۔