ملتان 16 اګست (اے پي پي) ملتان،جلالپورپيرواله انټرچېنج سره نزدې د بس او آئل ټانكر د ټكر په نتيجه كښې 20 كسان مړه٬ 6 ژوبل شوې دي۔ د رېسكيو 1122 له مخې د آئل ټانكر او مسافرو بس د ټكر كېدو په نتيجه كښې اور لګېدلے چې په نتيجه كښې ئې 20 كسان مړه او 6 ژوبل شوي۔ د رېسكيو ډلې موقعې ته په رسېدو د مرستې كاروائۍ پېل كړي٬ په دې موقع پوليس هم موجود وو۔ مړي او ژوبل شوي رېسكيو كولو سره نشتر روغتون ته رسولې شوي چرته چې د مړو او ژوبل شوو لپاره كاٶنټر هم جوړ كړے شوے۔ د روغتون انتظاميې او د پوليس وېنا ده د مړو شناخت لپاره د ډي اېن اے ټېست عمل پېل كوٶ