د انګلينډ او سوئيلي افريقې ترمېنځه وړومبے ټېسټ به (نن) په لندن كښې پېل كېږي

لندن 16 اګست (اے پي پي) د انګلينډ او سوئيلي افريقېکرکټ لوبډلو ترمېنځه د درې ټېسټ مېچونو د سيريز وړومبے ټېسټ به (نن) د شورو په ورځ په لارډز لندن كښې پېل كېږي٬ د دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه ون ډے سيريز يو برابر پاتې شوے٬ په ون ډے كښې يو يو مېچ ګټلے شوے او يو برابر پاتې شوے ٶ ٬ د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز سوئيلي افريقې د يو په مقابل كښې په دوو مېچونو ګټلے ٶ۔ د ټېسټ سيريز دوېم مېچ به د 25م نه تر 29م اګست په ايمريټس اولډ ټريفورډ، مانچسټر او درېم ټېسټ به په کېننګټن اوول، لندن كښې كېږي