د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ايګريكلچر ټاسك فورس مهمه غونډه وشوه

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د خوراكي تېلو٬غنمو٬پومبې٬ايګريكلچر فنانسنګ٬هارويسټرز او د نورې زرعي مشينرۍ او د زرعي تحقيقي ادارو د بحالۍ او د كركيلې په څانګه كښې تحقيق او پرمختګ او د موسم په اعتبار موزون كركيلې او د اوبه خور انتظام په اړه د وركنګ ګروپس جوړولو هدايت كړے۔وزيراعظم د كركيلې څانګې د ستونزو حل او د دې د استعداد زياتولو په اړه د 8 وركنګ ګروپس جوړولو حكم جاري كړے۔د ګل په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلې شوي په دې لړ كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ايګريكلچر ټاسك فورس مهمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د ټاسك فورس لخوا په هېواد كښې د كركيلې په اړه بريفنګ وركړے شو۔د غونډې په مهال وزيراعظم په خپلو خبرو كښې ووئيل كركيله زمونږ په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري ځكه دا د حكومت په وړومبنو ترجيحاتو كښې شامله ده۔ده ووئيل په تېر وخت كښې د كركيلې په شان مهمه څانګه نظرانداز كړې شوې هم دا وجه ده چې په كومو فصلونو كښې خود كفيل وو نن هغه درآمد كوو۔وزيراعظم ووئيل حكومت به د كركيلې په څانګه كښې تحقيق او پرمختګ ته خاص پام كوي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د زرعي تحقيق په ادارو كښې دې د مېرټ په بنياد د انساني وسيلو په اړه اقدامات وكړے شي۔وزيراعظم كروندګرو ته آسان پور وركولو لپاره هم امر وكړو۔په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل٬د اوبو وسيلو وفاقي وزير سيد خورشيدشاه٬د منصوبه بندۍ وفاقي وزيراحسن اقبال٬د نېشنل فوډ سېكورټي وفاقي وزير طارق بشير چيمه٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب او د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان هم ګډون كولو