نوي افسران دې په جديد علم٬وظيفائي او تكنيكي مهارتونو او د خبرونو په ښه فن ځان سنبال كړي۔د صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان آډټ اينډ اكاؤنټس سروس تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو سره خبرې

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي نوي افسران دې په جديد علم٬وظيفائي او تكنيكي مهارتونو او د خبرونو په ښه فن ځان سنبال كړي٬افسران دې د عام وګړي تر خپل ځان رسنه ښه كړي او سركاري ذمه وارۍ دې په عاجزۍ او انصاف پوره كړي۔د ايوان صدر پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت دا خبرې د پاكستان آډټ اينډ اكاؤنټس سروس د 49 سپيشلائزډ ټريننګ پروګرام تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو سره په خپلو خبرو كښې وكړې كومو چې د ګل په ورځ ده سره ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال د پاكستان آډيټر جنرل محمد اجمل ګوندل٬اېډېشنل اے جي پي سيد سجاد حېدر٬د پاكستان آډټ اينډ اكاؤنټس سروس اكېډمۍ رېكټر نعمانه ګل رخ فريد او اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔صدر مملكت ووئيل ټېكنالوجي په تندۍ سره پرمختګ كوي او د پريكړه كوونكو او سول سرونټس د پريكړې كولو رفتار سست دے٬د بلاك چين او ورچوئل او آګمينټډ ريالټي پشان د مهمې ټېكنالوجۍ خپلولو ضرورت دے۔ده ووئيل تعليم يافته او هنر لرونكې آبادي د قام اثاثه ده او د پرمختګ او خوشحالۍ ذريعه جوړېدې شي۔په دې موقع صدر مملكت په سول سوسائټۍ٬مېډيا٬د پارليمان په مېرمنو غړو او د مېرمنو په تنظيمونو زور راوړو چې دوي د مېرمنو سماجي او اقتصادي اختيار لپاره په افرادي قوت كښې د مېرمنو ګډون باوري كولو لپاره خپل فعاله كردار ترسره كړي