شهباز ګل د هېواد دښمنه بيانيې ته د ودې وركولو هڅه كړی٬د هغه د دوو ورځو ريمانډ د پي ټي آئي د مشرانو نه چغې ويستلي۔د وزيراعظم خاص مرستيال عطاﺀ الله تارړ خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم خاص مرستيال عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي شهباز ګل د هېواد دښمنه بيانيې ته د ودې وركولو هڅه كړی٬د هغه د دوو ورځو ريمانډ د پي ټي آئي د مشرانو نه چغې ويستلي٬عمران خان نور خلق ذاتي ګټې لپاره كاروي۔هغه د ممنوعه فنډ ترلاسه كولو سره د هېواد په ضد سازش كړے٬په پنجاب كښې د امن او امان صورتحال ورځ تر بله خرابېږي۔د ګل په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال عطاﺀ الله تارړ ووئيل فواد چوهدري په خبري كنفرنس كښې د ظلم تعريف كولو كښې وئېلي دي د ظلم انتها شوې٬ده زمونږ د مشرانو نومونه اخستو سره وئېلې دي بايد په زندان كښې واچولې شي يا خو د ده ياداشت كمزوري شوي او يا يې دماغ تللي ٬فواد چوهدري ته وئېل غواړم چې ظلم هغه ؤ ٬كله چې د عمران خان په تور دور كښې ميا نواز شريف او د مريم نواز نه واخله تر شاهد خاقان عباسي٬مفتاح اسماعيل او نورو مشرانو په ضد بې بنسټه مقدمې جوړې كړې شوې او په زندان كښې واچولے شول۔ده ووئيل د دوو ورځو ريمانډ نه پس وائي چې نور ريمانډ دې ور نه كړے شي خو زمونږ د نېب په مقدمو كښې د 60 نه تر 65 ورځو ريمانډ وركړے شوے ؤ ٬ ده ووئېل كله چې نېب شهباز شريف ګرفتار كړو نو د وړومبې مقدمې د جسماني ريمانډ په مهال د دوهمې مقدمې تفتيش مكمل شوے ؤ او په دوهمه مقدمه كښې د ګرفتارۍ هېڅ جواز نه ؤ ۔ده ووئيل مونږ څوك بغاوت ته نه دي راپارولې او نه مو په ادارو كښې د تفريق پېدا كولو هڅه كړې٬ ده ووئېل مونږ د عمران نيازي خوښ نه وو او هغه د وخت باچا سلامت ؤ چې څوك يې غوښتل هغه يې زندان ته اچول