كه د عمران خان لمن پاكه وي نو هغه د عدالتونو نه د حكم امتناعي ترلاسه كولو لپاره ولې منډې ترړې وهي۔طلال چوهدري

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)سينئر لارښود طلال چوهدري وئېلي دي عمران خان اول اسټېبلشمنټ ته ورپغاړه ؤ ٬اوس يې په پېښو پريوځي٬ كه چرې د عمران خان لمن پاكه وي نو هغه د عدالتونو نه حكم امتناعي ترلاسه كولو لپاره ولې منډې ترړې وهي٬د خپلو كسيونو ختمولو لپاره هغه منتونه كوي٬د هېواد د رېښتنې آزادۍ خبرې كونكې ګوند په خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې چرته چې د دوي صوبائي حكومتونه دي د آزادۍ ورځې په اړه كومه دستوره ونه كړه٬عمران خان ټول عمر نور استعمال كړي٬پروېز الهي به عمران خان سره هغه څه وكړي كوم چې هغه مشرف سره كړې وو۔د ګل په ورځ په نېشنل پرېس كلب كښې خبري كنفرنس ته دوېنا كولو په مهال ده ووئيل د هېواد د رېښتنې آزادۍ خبرې كونكي ګوند په پنجاب٬خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان كښې صوبائي حكومتونه دي خو دوي هلته د آزادۍ ورځې هېڅ دستوره ونه كړه۔ده ووئيل پروېز الهي به عمران خان هغه ځاې ته رسوي كوم ځاې ته چې هغه پروېز مشرف رسولے ؤ ۔ده ووئيل د عمران خان هڅې دا دي چې بايد د اسټېبلشمنت كردار په سياست كښې وي٬ عمران خان اول اسټېبلشمنټ ته ورپغاړه ؤ ٬اوس يې په پېښو پريوځي٬ ده ووئېل كه چرې د عمران خان لمن پاكه وي نو هغه د عدالتونو نه حكم امتناعي ترلاسه كولو لپاره ولې منډې ترړې وهي۔ده ووئيل د شهيدانو په پیښه ټرينډز چلولې شوي٬عمران خان د شهباز ګل نه د قربانۍ ګډورې جوړولو سره خپل ځان خلاصول غواړي۔ده ووئيل په تنقيد او غدارۍ كښې ډېر فرق دے٬د شهباز ګل معامله به منطقي انجام ته رسولې شي۔ده ووئيل د شهباز ګل نه د تفتيش په مهال چې كومې خبرې رامخې ته شوي په منظر عام راتللو سره به د خلقو سترګې وغړيږي۔