په نړۍ كښې د وړو بندونو جوړولو رجحان مخ په زياتېدو دے٬بايد مونږ د خپلو وسيلو تر مخه واړه بندونه جوړ كړو۔وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د موسمي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان وئيلي دي په نړۍ كښې د وړو بندونو جوړولو رجحان مخ په زياتېدو دے٬بايد مونږ د خپلو وسيلو تر مخه واړه بندونه جوړ كړو۔هغې دا خبرې د ګل په ورځ د اوبو وسيلو وزارت لخوا د كركيلې په څانګه د موسمياتي بدلون د آغېز په موضوع د بريفنګ اغستو په مهال وكړې۔شيري رحمان وووئيل زمونږ په نظام كښې اوبه كمې شوي٬د ماحوليات وزارت به په دې لړ كښې سبا كابينې ته بريفنګ وركوي۔هغې ووئيل لويو بندونو جوړولو لپاره په لوي مقدار د فنډ ضرورت وي۔په هند كښې د لويو بندونو په ضد خلق احتجاج كوي٬بايد مونږ هم د خپلو وسيلو تر مخه واړه بندونه جوړ كړو۔ وفاقي وزيرې ووئيل تر كال 2025م به پاكستان وچكالۍ سره مخ شي٬په دې لړ كښې مونږ ته په وخت د اقدامات كولو ضرورت دے۔