خوږ وطن يو مقدس امانت او مشن دے٬ دا معاشي قوت جوړولو لپاره به شپه او ورځ يو كول وي٬ مونږ به په بې غورۍ خپله محاسبه كول وي، ميثاق معيشت د دې نقطه آغاز جوړېدې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د بېرغ هسك كولو دستورې ته وېنا

APP02-140822 ISLAMABAD: August 14 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif hoists the National Flag during a ceremony to mark the 75th Independence Day of Pakistan. APP

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف قام ته د پاكستان د آزادۍ د ډائمنډ جوبلي مباركي وركولو سره ووئيل خوږ وطن يو مقدس او مشن دے، يو پړاٶ د پاكستان جوړېدو په شكل كښې بشپړ شوې خو دوېم پړاو اوس نامكمل دے كوم چې مونږ له ترسره كول دي٬ دا معاشي قوت جوړولو لپاره به شپه او ورځ يو كول وي٬ مونږ به په بې غورۍ خپله محاسبه كول وي، ميثاق معيشت د دې نقطه آغاز جوړېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په كنونشن سنټر كښې د آزادۍ ډائمنډ جوبلي په موقع د بېرغ هسك كولو دستورې ته خپل وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع قامي سرود هم وغږولې شو۔په دستوره كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف، خارجه وزير بلاول بھټو زرداري،د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزيب سره سره وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، رياض پيرزاده، شاه زين بګټي، شېري رحمان، مرتضي جاويد عباسي،مولانا اسعد محمود، خالد مګسي، انجنئير امير مقام، عسكري قيادت، پارلماني غړو٬ غېر ملكي سفيرانو ازو د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو په لويه شمېر شخصياتو هم ګډون وكړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف خپلې وېنا كښې د پاكستان وګړو ته د جشن آزادۍ مباركي وركولو سره ووئيل په دې نعمت مونږ له د خپل رب په حضور كښې سجده شكر ادا كوٶ۔ ده ووېيل په دې موقع د كشمير او فلسطين مسلمانانو لپاره هم زر تر زره د آزادۍ دعا وكړې شوه۔ وزيراعظم د بارانونو او سېلاب له امله په ځائي او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان جوړېدو ولوله انګېز هلې ځلې زمونږ لپاره د لارې مشعال دي، د پاكستان مشاهيرو هلو ځلو ته سلام وړاندې كوٶ د چا د هلو ځلو په سبب چې مونږ ته د آزادۍ نعمت ترلاسه شوې دې۔ وزيراعظم ووئيل د نيمې وچې مسلمانانو د جبر په مړانه مقابله كړې او خپل مقصد ترلاسه كولو كښې بريالي شوي، د دې مقصد په ترلاسه كولو كښې د سلګونو په شمېر خپل قربانۍ وركړې دي، په دې هلو ځلو كښې مسلمانانو سره اقليتونو هم بشپړه برخه اخستې۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان په تعمير او پرمختګ كښې د تاركين وطن د اهم كردار هم ستائنه وكړه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل پاكستان د نړۍ اووم اتومي طاقت دے او دې پروګرام سره تړون لرونكې ادارې او كسان هم زمونږ محسن دي۔ ده ووئيل مونږ له به خپله محاسبه كول وي، دې لپاره قامي مكالمے ته اړتيا ده كومې لپاره چې ميثاق معيشت كېدې شي، مونږ اتومي طاقت جوړېدې شو نو معاشي قوت ولې نه شو جوړېدې۔ وزيراعظم ووئيل دا آزادي په لويو قربانو ترلاسه شوې ده٬ د دې به د وينې تر آخري څاڅكي دفا كوٶ۔ ده ووئيل ځوانان د هېواد هېواد اثاثه دي او دې له هېواد مخ په وړاندې بوتلل دي٬ ځوانان زمونږ د ترجيحاتو اهمه برخه دي۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې په نړۍ كښې د لاس وركړې شوې خپل اصل مقام لپاره يو موټې شو، د قيام پاكستان دوېم مقصد مونږ ټولو له په ګډه ترسره كول دې۔ ده ووئيل د قامي سرود د بيا په رېكارډ كولو ټولو اړوند ادارو له مباركي وركوم۔ په دې موقع معلي نغمې هم وړاندې كړې شوې ، هنرمندانو د صوبائي ژبو په لوك ساز پرفارمنس هم وړاندې كړو۔ ده ووئيل نننۍ ورځ د پاكستان د سول سوسائټۍ د خدماتو د اعتراف هم ورځ ده، عبدالستار ايدھي (ارواښاد)، ډاكټر رتھ فاٶ غوندې انسان دستور شخصياتو خدماتو ته سلام وړاندې كوم٬ د ميډيا او د قلم د خاوندانو د كردار ذكر كولو نه غېر د پاكستان تاريخ نشي بشپړېدې۔۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل په دې خوشحاله يم چې 68 كاله پسې په وړٶمبي ځل د پاكستان قامي سرود بيا رېكارډ كړې شوې دې چې پكښې د ګرد هېواد بېلا بېل كلتورونه٬ رنګون٬ نسل او د پاكستان صلاحيتونه او كاميابۍ په ډاګه كړې شوې دي٬ دا د وفاق پاكستان د ښكلے ګلدستے عكاسي ده٬ په دې د اطلاعات او خپرونو وزارت٬ سټيئرنګ كمېټي او د آئي اېس پي آر پشمول قامي سرود بيا رېكارډ كوٶنكې ډلې ته د زړه د اخلاصه مباركي وړاندې كوم۔ وزيراعظم ووئيل د خوشحالۍ په دې ګهړۍ كښې راځۍ چې په شريكه دعا وكړو چې لوي څښتن دې مونږ له ده ميں قيام پاكستان د حقيقي مقاصد بشپړتيا لپاره همت او توفيق راكړي دغسې چې مونږ د قيامت په ورځ د لوي څښتن په حضور او د نوي كول په وړاندې سرخرو شو، د پاكستان په صورت كښې چې لوي څښتن مونږ له نعمت رابخښلې دې د دې په صحيح معنو كښې د شكر ادا كولو هم دا طريقه ده۔