وزيراعظم په راول چوك كښې د فلائي اوور پرانسته وكړه٬ مونږ به شپه او ورځ خواري كولو سره د پاكستان تقدير بدل كړو۔ شهباز شريف

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې مونږ به شپه او ورځ خواري كولو سره د پاكستان تقدير بدل كړو٬ د بهاره كهو بائي پاس منصوبه دې شپه او ورځ يو كولو سره په څلور مياشتو كښې بشپړه كړې شي، په اسلام آباد كښې د انټرسټي بسونو منصوبه دې په يوه مياشت كښې ترسره كړې شي٬ مونږ له خوارۍ سره د پاكستان د لاسه وركړې شوې مقام بيا ترلاسه كول دي۔ د اتوار په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف په 75مې آزادۍ ورځ په موقع په راول چوك كښې د فلائي اوور پرانسته كړې۔ په دې موقع وزيراعظم ته د منصوبې پحقله بريفنګ وركړې شو۔ په دې موقع د مسلم ليګ نون غړي حنيف عباسي، ډاكټر طارق فضل چوهدري، ملك ابرار، طاهره اورنګزېب، طارق فاطمي، د سي ډي اے، اېف ډبليو او د نورو څانګو لوړ پوري هم موجود وو۔ دې منصوبې څخه به د پېنډۍ او اسلام آباد وګړي مستفيد شي او د ټرافېك په روان ساتلو كښې به آسانۍ پېدا شي۔ وزيراعظم ته د سي ډي اے چئيرمېن ووئيل د اورنج لائن بسونو شمېره په پېل كښې 15 وه او اوس 35 ته رسولې شوې ده۔ د وزيراعظم په امر د مېټرو بسونو شمېره كښې 20 بسونه زيات كړې شوي دي او اوس د بسونو د درې نور سروسز هم پېل كېدونكې دي چې پكښې يو سروس د ترامړي څخه آبپاره ته د پارك روډ دلارې٬ د واه كېنټ اېن 5 او د كهنه څخه نېلور شامل دي٬ د راول روډ فلائي كار بشپړ كړے شوے دے٬ دوه مخيزه انډر پاس به د 20 نه تر 25 ورځو بشپړ كړے شي٬ د سي ډي اے د استوګنې په منصوبو هم په تندۍ سره عمل كوٶ، د بھاره كهو بائي پاس جوړول به د ستمبر په وړومبۍ اوونۍ كښې اېف ډبليو او پېل وكړي۔۔ په دې موقع ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې شبهاز شريف ووئيل د آزادۍ ورځ په موقع ټولو ګډون كوٶنكو د آزادۍ ورځ مباركي وركړه، زمونږ مشرانو د قائداعظم په مشرۍ كښې د لكهونو په شمېر قربانۍ وركولو سره ملك خداداد پاكستان ترلاسه كړې٬ نن مونږ 75مه سالګره لمانځو او ټول قام دا ورځ ډېر په اهتمام او جوش او جذبه لماځي٬ قائداعظم او د لكهونو په شمېر مسلمانانو تحريك چلولې دغسې مونږ به هم ملاتړلو سره د پاكستان تقدير بدلوٶ او پاكستان د لاسه وركړې شوې مقام به بېرته ترلاسه كوٶ۔ ده ووئيل د راول چوك فلائي اوور منصوبه ځېنې كاله سستۍ سره مخ ٶ كومې كښې تيزي راوستلو سره نن بشپړېدو ته نزدې ده كومه چې خوشبينه خبره ده٬ كاش چې په هېواد كښې ټولې منصوبې دغسۍ تندۍ سره بشپړې كړې شي٬ راځۍ چې مونږ شپه او ورځ محنت وكړو او په ګډه د دې هېواد تقدير بدل كړو٬ زه د عامر علي او د ھغه د ډلې او د اېف ډبليو او ډلې ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل زه ھغه ټولو مشرانو له مباركي وركوم او د ھغوي مننه كوم چا چې شپه او ورځ خواري كول سره د دې منصوبه په بشپړېدو كښې ځانګړې كردار لوبولې۔ ده ووئيل كاش چې نوې بسونه وړاندې راغوښتې شوې دې نو نن به دا مسئلې دومره سختې نه وې، بيا هم دا تاخير زيات نه دې تاسو ښه كار كړے دے۔ ده ووئيل د بھاره كهو بائي پاس بشپړتيا په اړه دې ما ته تفصيلي بريفنګ راكړې شي، كه 24 ساعته كار كولو سره دا منصوبه په 4 مياشتو كښې بشپړه كړې شي كومه چې ممكنه خبره ده نو په دې به د سي ډي اے چيئرمېن ته تمغه امتياز وركوٶ۔ ده ووئيل مونږ لوے لوے منصوبې په ګرد هېواد كښې په لږ وخت كښې بشپړ كړې شي او نورې به هم جوړوٶ