پاكستان چې اتومي طاقت جوړېدې شي نو معاشي قوت هم جوړېدې شي، راځۍ چې په نړۍ كښې د لاس وركړې شوې خپل اصل مقام ترلاسه كولو لپاره يو موټې شو۔ وزير اعظم محمد شهباز شريف د بېرغ هسك كولو دستورې ته وېنا

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې پاكستان زمونږ د مشرانو د عظيم قربانيو ثمر دے، قائداعظم د ايمان، اتحاد او نظم و ضبط تعليم وركړې، د قيام پاكستان داستان زمونږ لپاره د لارې مشال دے، پاكستان چې اتومي طاقت جوړېدې شي نو معاشي قوت هم جوړېدې شي، هېواد ته دا مهال د قامي مكالمے زيات ضرورت دے٬ مونږ له به امانت او ديانت خپله عمل جوړول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د پاكستان 75مې آزادۍ ورځ په موقع په جناح كنونشن سنټر كښې د بېرغ هسك كولو مركزي دوستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه، وزيراعظم محمد شهباز شريف بېرغ هسك كړو، په دې موقع قامي سرود هم وغږولې شو۔ په دستوره كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف، خارجه وزير بلاول بھټو زرداري،د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزيب سره سره وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، رياض پيرزاده، شاه زين بګټي، شېري رحمان، مرتضي جاويد عباسي،مولانا اسعد محمود، خالد مګسي، انجنئير امير مقام، عسكري قيادت، پارلماني غړو٬ غېر ملكي سفيرانو ازو د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو په لويه شمېر شخصياتو هم ګډون وكړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف خپلې وېنا كښې د پاكستان وګړو ته د جشن آزادۍ مباركي وركولو سره ووئيل په دې نعمت مونږ له د خپل رب په حضور كښې سجده شكر ادا كوٶ۔ ده ووېيل په دې موقع د كشمير او فلسطين مسلمانانو لپاره هم زر تر زره د آزادۍ دعا وكړې شوه۔ وزيراعظم د بارانونو او سېلاب له امله په ځائي او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان جوړېدو ولوله انګېز هلې ځلې زمونږ لپاره د لارې مشعال دي، د پاكستان مشاهيرو هلو ځلو ته سلام وړاندې كوٶ د چا د هلو ځلو په سبب چې مونږ ته د آزادۍ نعمت ترلاسه شوې دې۔ وزيراعظم ووئيل د نيمې وچې مسلمانانو د جبر په مړانه مقابله كړې او خپل مقصد ترلاسه كولو كښې بريالي شوي، د دې مقصد په ترلاسه كولو كښې د سلګونو په شمېر خپل قربانۍ وركړې دي، په دې هلو ځلو كښې مسلمانانو سره اقليتونو هم بشپړه برخه اخستې۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان په تعمير او پرمختګ كښې د تاركين وطن د اهم كردار هم ستائنه وكړه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل پاكستان د نړۍ اووم اتومي طاقت دے او دې پروګرام سره تړون لرونكې ادارې او كسان هم زمونږ محسن دي۔ ده ووئيل مونږ له به خپله محاسبه كول وي، دې لپاره قامي مكالمے ته اړتيا ده كومې لپاره چې ميثاق معيشت كېدې شي، مونږ اتومي طاقت جوړېدې شو نو معاشي قوت ولې نه شو جوړېدې۔ وزيراعظم ووئيل دا آزادي په لويو قربانو ترلاسه شوې ده٬ د دې به د وينې تر آخري څاڅكي دفا كوٶ۔ ده ووئيل ځوانان د هېواد هېواد اثاثه دي او دې له هېواد مخ په وړاندې بوتلل دي٬ ځوانان زمونږ د ترجيحاتو اهمه برخه دي۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې په نړۍ كښې د لاس وركړې شوې خپل اصل مقام لپاره يو موټې شو، د قيام پاكستان دوېم مقصد مونږ ټولو له په ګډه ترسره كول دې۔ ده ووئيل د قامي سرود د بيا په رېكارډ كولو ټولو اړوند ادارو له مباركي وركوم۔ په دې موقع معلي نغمې هم وړاندې كړې شوې ، هنرمندانو د صوبائي ژبو په لوك ساز پرفارمنس هم وړاندې كړو