صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجي بورډ بل 2022 منظوري وركړه

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجي بورډ بل 2022 منظوري وركړه. د خالي په ورځ د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې صدر مملكت دا منظوري د آئين د آرټيكل 75م له مخې وركړې. د دې بل له مخې به د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجي بورډ قيام په عمل كښې راوستلې شي.