پاکستان د تجديد وړ توان په څانګه كښې د اټاليهلخوا مرستې كولو له خاص خوښي لري۔ د وزيراعظم شهباز شريف پاکستان كښې د اټاليه سفير اينډرېس فراريز سره خبرې

APP73-100822 ISLAMABAD: August 10 - Prime Minister Shehbaz Sharif meeting with the Ambassador of Italy in Pakistan, Andreas Ferrarese. APP

اسلام آباد10اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او اټاليه ترمېنځه تجارت او د سرمايه كاري لا زياتولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي ديپاکستان د تجديد وړ توان په څانګه كښې د اټاليه لخوا مرستې له خاص خوښي لري۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې پاکستان كښې د اټاليه سفير اينډريس فراريز زيراعظم شهباز شريف سره ملاقات كړے۔ په دې موقع وزيراعظم د دوه اړخيزه او اروپائي ائتلاف په تناظر كښې اټاليه د پاكستان نزدې دوست او د اعتماد وړ شراكتدار وګرځولو۔وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو زياتېدونكې اړيكې د دوه اړخيزه مرستې سره سره په سيمه ايزو او نړيوالو چارو كښې يووالې رامخې ته كوي،د اروپائي ائتلاف ترجيحي تجارتي سكيم جي اېس پي پلس په تناظر كښې د اټاليه د ملاتړ ستائنه كولو سره وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې د اړيكو زياتولو لپاره د موجوده صلاحيت كارولو په حاجت زور رواړو۔ وزيراعظم د افغانستان صورتحال په تناظر كښې نړيوالې ورورولۍ سره په خاص توګه تېر كال اګست څخه جاري د پاكستان په بې پناه مرستې هم رڼا واچوله۔ د اټاليه سفير د وزيراعظم لخوا د تود هركلي مننه كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه موجوده اړيكې لا زياتولو او د پراخه كولو عزم څرګندونه وكړه۔