په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د جشن آزادۍ په مناسبت دستوره٬د ملي نغمو مقابله

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د جشن آزادۍ په مناسبت دوهمه دستوره وشوه چې پكښې د پینډۍ او اسلام آباد د 55 زده كوونكو ترمينځه د ملي نغمو مقابله شوې۔د ججز فريضه ډاكټر عبدالستار٬ډاكټر محمد قاسم او ډاكټر اسد منير ترسره كړه۔په مقابله كښې د څلورو غوره كانديدانو انتخاب وكړر شو۔د دوي ترمينځه به فائنل راؤنډ اپ د جشن آزادۍ د دستورو په پاې كښې كېږي۔په مقابله كښې وړومبے دوهم او درېم پوزېشن ترلاسه كوونكو ته به بالترتيب 7 زره 5 زره او درې زره كېش انعامات وركولې شي۔ګډون كوونكو ته به اسناد هم وركولې شي۔دستورې ته په خپله وېنا كښې ډائرېكټر سټوډنټ افيئرز رانا طارق جاوېد ووئيل د ملي نغمو د مقابلې بنيادي مقصد په ځوان نسل كښې وطن سره مينه رابېدارول دي