پاك پوځ د لسبيله چورلكې كرېش كېدو نه پس په سوشل مېډيا منفي كمپائن توهين آميز او د غندنې وړ ګرځولے

پینډي 05 اګست (اے پي پي) پاك پوځ د لسبيله چورلكې كرېش كېدو نه پس په سوشل مېډيا منفي كمپائن توهين آميز او د غندنې وړ ګرځولے۔د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا مهم بيان جاري كړے شوے چې پكښې وئېلي شوي د منفي سوشل مېډيا كمپائن له امله د شهيدانو او د غم جنو كورنيو زړونه آزار شوي ۔د شهيدانو كورنۍ او د پاك پوځ په رينك اينډ فائل كښې سخت خفګان او اضطراب دے۔په بيان كښې وئېلې شوي د غم په دې وخت كښې ټول قام د پاك پوځ سره ولاړ ؤ خو د ځينې بې حسه حلقو لخوا په سوشل مېډيا تكليف ده او د سپكاوي كمپائن چلولے شوے۔دا بې حسه رويه د نه قبلولو وړ او د غندنې وړ ده