د اسلام آباد پشمول د هېواد په لويو ښارونو او فارن مشن كښې د كشمير استحصال ورځ په بشپړه توګه ولمانځلې شوه

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د اسلام آبا پشمول د هېواد په لويو ښارونو او فارن مشن كښې د كشمير استحصال ورځ په بشپړه توګه لمانځلې شوې۔ په دې موقع كشميريانو ته د خپلواكۍ حق لپاره په غېر متزلزل عزم او قربانيو پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د پايه تخت ضلعي انتظاميې كشميريانو سره د يووالي څرګندونه كړې ٬ ضلعي انتظاميې ٬ پارلماني غړو٬ ټولو وزارتونو او رضاكارو سره د هند د ظلمونو په ضد غږ پورته كړو او د هند د پنځم اګست كال 2019 د يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات ئې غندنه وكره ٬ په دې موقع كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې لپاره د هندي ظلمونو او اقدامات په ضد نعره بازي هم وشوه۔ په دې موقع د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي٬ وزيراعظم شهباز شريف او نورو لخوا د كشمير استحصال ورځې په لړ كښې پېغامونه هم راغلي٬ د دې نه علاوه د سېنېټ په غونډه كښې د كشمير استحصال ورځې په اړه يو قرارداد هم منظور كرے شوے٬ د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د كشمير استحصال ورځې په لړ كښې خپل جاري پېغام كښې وئيلي دي عدل٬ انصاف او د انساني وقار سرلوړۍ لپاره ضروري ده چې نړيواله ورورولي داسې عملي اقدامات وكړي چې په سبب ئې هند د كشميريانو په ضد د خپلو موجوده غېرقانوني اقداماتو په بېرته اخستو مجبور شي۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د كشمير استحصال ورځ په لړ كښې د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) عمومي سېكتر حسېن براهيم طحه ته چيټۍ لېږلې ده چې پكښې د هغه پام د هند په غېر قانوني قبضه كړي جمو و كشمير كښې سنګين صورتحال پلو راګرځولے شوے۔ خپل پېغام كښې بلاول بهټو زرداري وئيلي دې هند په مقبوضه كشمير كښې د آبادياتي بدلونونو په ناوړه منصوبو عمل كوي٬بايد ملګري ملتونه كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو پخپل لوظ عمل وكړي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان د كشمير استحصال ورځې په موقع خپل پېغام كښې ووئيل هند چرې هم د كشميري اولس د آزادۍ هلې ځلې ختمولې نه شي٬ پاكستان به د كشميريانو په هره كچه ملاتړ روان ساتي٬ د هند غېر قانوني تسلط كښې د جمو كشمير اولس پخپلو وينو د آزادۍ هلې ځلې دوامداره ساتلي ٬د هغوي دا هلې ځلې به كاميابږي۔ پېښور كښې هم د خېبرمېډيكل كالج تر سيوري لاندې د هند 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدام په ضد پیښور پوهنتون كښې احتجاجي لاريون شوے ۔د لاريون په ګډون كوونكو كښې د خېبر كالج آف ډينټيسټري ډين پروفيسر ډاكټر سيد ناصر شاه٬د خېبرټيجنګ هسپتال مېډيكل ډائرېكټر ډاكټر محمد سراج٬د پېښور اسسټنت كمشنر سيده زينب نقوي او د خېبر مېډيكل كالج٬ د خېبر كالج آف ډينټسټري٬خېر ټيچنګ ډاكټرانو او انتظاميې عملے په لويه شمېره ګډون كړې۔ د لاريون په پائې كښې د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو كاميابي او د كشمير شهيدانو لپاره خاص دعا هم وشوه۔ د بلوچستان په سرښار كوئټه كښې هم د كشمير استحصال ورځ په بشپړه توګه لمانځلې شوې۔ په دې لړ كښې د صوبې په بېلا بېلو ښارونو كښې لاريونونه شوي چې پكښې په مقبوضه کشمير كښې د ماورائے عدالت روانو قتلونو٬ د پنځم اګست كال 2019 نه پس د مقبوضه كشمير صورتحال نړۍ ته په ډاګه كړے شوے۔ د پنجاب په صوبائي اسمبلۍ كښې د كشمير استحصال ورځې او د كشمير آئيني حېثيت ختمولو په ضد قرارداد جمع كړے شوے ۔ قرارداد كښې وئيلي شوي دا ايوان د كشمير استحصال ورځ په موقع د كشمير خپلو وروڼو سره د خواخوږۍ څرګندونه كوي٬ د دې نه علاوه د پنجاب په فېصل آباد ضلع كښې هم د فېصل آباد آرټس کونسل په اهتمام د كشمير استحصال ورځ په لړ كښې د عسكونو نندارتون شوے۔ د سندھ په صوبائي سرښار كراچۍ كښې هم د كشمير استحصال ورځې په موقع بېلا بېلې دستورې شوې چې پكښې ګډون كوٶنكو نړيوالې ورورولۍ ته په كشمير كښې د هند لخوا د جبر او ظلم د داستانونو نه خبرولو لپاره بېنرز او پلے كارډ پوره كړي وو او د نړيوالې ورورولۍ پام ئې په كشمير كښې د جنګي جرائمو او د بشري حقونو خلاف ورزو پلو راګرځولے ۔ د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) نړيوالې ورورولۍ څخه مطالبه كړې چې ھغوي د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جمو و كشمير كشاله هوارولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي۔ د دې نه علاوه د پاكستان په فارن مشنز كښې هم د كشمير استحصال ورځې په موقع بېلا بېلې دستورې شوې چې پكښې د نړيوالې ورورولۍ پام په كشمير كښې د هند لخوا ظلمونو او د پنځم اګست كال 2019 د يو اړخيزه اقدامات نه پس كشمير د نړۍ په لوي زندان بدلولو پلو راګرځولے شوے۔ د پاكستان اقليتي ټولنې هم د كشمير استحصال ورځې په موقع په دستوره كښې د كشمير د آزادۍ د هلو ځلو د بشپړ ملاتړ كولو سره د نړۍ پام د هند په تسلط مقبوضه جمو و كشمير كښې د بشري حقونو او نړيوال قوانين خلاف ورزو پلو راګرځولے۔ دوي د مودي سرکار څخه د آرټيکل 370 او 35 اے په سمدستي توګه د بحالولو مطالبه هم كړې۔ په مظفر آباد كښې هم د هند د پنځم اګست كال 2019 په ضد د پاسبان حريت جمو و كشمير لخوا احتجاج شوے ٬ په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريانو هم د كشمير استحصال ورځ په بشپړه توګه لمانځلې۔ د يادونې وړ ده د هند د پنځم اګست كال 2019 د يو اړخيزه اقدامات نه پس تر اوس 663 كشميريان شهيدان او 2278 كسان سخت ژوبل شوي٬ د دې نه علاوه 1093 كورونو او ودانيو ته زيان رسېدلے او د 125 مېرمنو بې حرمتي شوې