په بلوچستان كښې د سېلاب له امله په اوسنۍ تباهې ايمرجنسي اپيل سېمينار وكړے شو

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د الخدمت فاؤنډېشن اسلام آباد سيوري لاندې د جمعې په ورځ د بلوچستان ايمرجنسي اپيل په موضوع د سېمينار اهتمام شوے چې پكښې د بلوچستان الخدمت فاؤنډېشن صدر٬د شمالي پنجاب الخدمت صدر پشمول اېن جي اوز٬خبريالانو او سول سوسائټۍ كسانو ګډون كولو ۔سېمينار ته د وېنا كولو په مهال د الخدمت فاؤنډېشن اسلام آباد صدر حامد اظهر ملك ووئيل بلوڅ زمونږ وروڼه دي او بلوچستان ته زمونږ د مرستې ضرورت دے۔الخدمت فاؤنډېشن د سېلاب ځپليو هر ممكنه مرستې لپاره هڅې كوي۔ده ووئيل الخدمت فاؤنډېشن اسلام آباد د بلوچستان سېلاب ځپليو لپاره 70 لكه روپۍ نغدې او د 40 لكه روپو ماليت خشك سامان به(نن)د خالي په ورځ لېږي۔د پنجاب شمالي الخدمت فاؤنډېشن صدر رضوان احمد ووئيل زمونږ ډلې د سېلاب ځپليو لپاره د راشن او داروګانو بندبوست كوي او مونږ له په دې موقع د بلوچستان اولس سره اوږه په اوږه اودرېدل پكار دي۔ده ووئيل د بلوچستان پشمول د پاكستان په بېلو برخو كښې سېلاب تباهي كړی او ګڼ شمېر كورونه غورځېدلې او ګڼ خلق په حق رسېدلې دي۔د بلوچستان الخدمت فاؤندېشن صدر جميل احمد ووئيل په بلوچستان كښې د سېلاب له امله په لويه پیمانه تباهي شوې او اوس هم د لسبيله ډېرو ځايونو ته خلق نه دي رسېدلې۔ده ووئيل دا مهال خلقو ته په لويه پیمانه د خشك راشن او داروګانو ضرورت دے۔د بلوچستان پخواني ډي سي اورنګزېب ووئيل الخدمت فاؤنډېشن په هر سخت وخت كښې د ضرورت مندو سره اودرېږي او د هغوي خذمت د تقليد وړ دے