کراچي 05 اګست (اے پي پي) خزانې وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي د كېپټل ماركيټس اهميت او د جديد معيشت په پرمختګ كښې د دې په مهم كردار ښه پوهېږو ، د ھغه ټولو مسئلو د حل عزم لرو كومې چې په كېپټل ماركيټ پرمختګ كښې كښې خنډ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په پاكستان سټاك اېكسچېنج (پي اېس اېكس) كښئ د كاروباري ورځ په پېل دستورې ته د خاص مېلمه په توګه وكړه۔ په دې موقع د كاروبارۍ ورځ په پېل ټږۍ وغږولې شو۔ په دستوره كښې د اېس اي سي پي چيئرمېن عامر خان، د پي اېس اېكس اېم ډي او سي اي او فرخ اېچ خان،د پي اېس اېکس بورډ غړو، مهمو شراكتدارو او مېلمنو ګډون وكړو۔ مفتاح اسماعيل د هېواد په موجوده مېكرو اكنامك صورتحال خبرو كښې ووئيل د معاشيات كار پوهه په توګه په بنيادي خبرو زما نظر دے، مېکرو اکنامك نقطه نظر څخه مونږ له خپل معيشت سالوېنټ ساتل دي او دا د ډيفالټ كېدو نه بچ كول دي٬ د څو ورځو په مهال د ډالر په مقابل كښې د روپۍ قدر زيات شوے ځكه چې مونږ درآمدات كم كړي او دې سره زمونږ د زرمبادله په اخراج كښې كمے راغلے٬ ده ووئېل اګرچه د پرمختګ په لحاظ سره دا ښه صورتحال نه دے خو د ماضي نه ډېر بهتر دے۔ مفتاح اسماعيل ووئيل زمونږ ټېكس ټو جي ډي پي په 9.2 فيصده ډېر كم دے مونږ له به معاشي استحكام ترلاسه كولو لپاره ښه كار كول وي او مونږ به په دې لړ كښې پرله پسې او په منظم ډول اصلاحات كوٶ٬ په فيول سبسډي ختمولو او نېغ په نېغه ټېكسونو كښې د اضافې اقدامات خواږه ترلاسه كېږي او هېواد د ډيفالټ كېدو نه بچ كړے شوے۔ د دې نه وړاندې د پي اېس اېكس اېم ډي فرخ خان د خزانې وزير هركلے وكړو۔دغسې دستورې ته په دې موقع د اېم ډي فرخ خان او نورو هم وېنا وكړه