تهران 04 جولائي (اے پي پي) ایران او د روسيې د قامي سلامتيا كونسل صلاحكارو په يو ټېلي فوني تماس كښې د سوريه په تازه وضعه او د جنګ بندۍ نه پس په پېدا شوې وضعه خبرې كړې دي ۔ تفصیلات له مخې د ايران د اعلی قامي سلامتیا کونسل سېكتر اېډمرل علي شمخاني او د ھغه د روسيې همڅنګ نکولائي پېټروشف ترمېنځه په ټېلي فوني تماس كښې د سوريې …
سوريه كښې د امريكې لاس وهنې مخنيوي له د ايران او روسيې مرسته مهمه ده۔ اېډمرل شمخاني

مزید خبریں
تهران 04 جولائي (اے پي پي) ایران او د روسيې د قامي سلامتيا كونسل صلاحكارو په يو ټېلي فوني تماس كښې د سوريه په تازه وضعه او د جنګ بندۍ نه پس په پېدا شوې وضعه خبرې كړې دي ۔ تفصیلات له مخې د ايران د اعلی قامي سلامتیا کونسل سېكتر اېډمرل علي شمخاني او د ھغه د روسيې همڅنګ نکولائي پېټروشف ترمېنځه په ټېلي فوني تماس كښې د سوريې د امنيت او عسكري صورتحال جاج اخستلې شوې ۔ په دې موقع اېډمرل شمخاني ووئيل سوريه كښې د امريكې لاس وهنې مخنيوي له د ايران او روسيې مرسته مهمه ده۔ دواړو مشرانو د ايران او روسيې ترمېنځه په آستانه كښې كېدونكي د سوريې امن خبرو اترو او سياسي حل راوستلو لپاره د مشاورت روان ساتلو ته سلا شوې دي ۔ د روسيې د قامي سلامتيا سلاحكار په دې موقع آستانه كښې د سوريې امن خېرو پنځم پړاٶ مهم ګرځولو سره سوريه كښې د ترهه ګرۍ پحقله د ايران او روسيې ترمېنځه په مرسته د اطمينان څرګندونه كړې ده










