د مودي حکومت لخوا د كشميريانو جائيدادونه ضبط كولو پاليسي بېخي سياسي انتقام دے۔ رپورټ

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د نرېندرا مودي هندوتوا حكومت د اسرائيل د چالونو نقل كولو سره جمو و كشمير كښې د ځائي اولس جائيدادونه ضبط كول پېل كړي ٬ دغسې چې په دوي د خپلواكۍ حق لپاره په كوونكو جائزو هلو ځلو پرېښودلو فشار واچولے شي۔ د کشمير ميډيا سروس لخوا د جاري بيان له مخئ په يو رپورټ كښې وئيلي شوي فسطائي مودي حکومت د كشميريانو پخپل وطن كښې بې كوره كولو لپاره د تازه كمپائن په مهال د قانوني هلو ځلو مخنيوي له د شخړيز قانون يو اے پي اے له مخئ په سرينګر كښې د پنځو نورو كشميريانو كورونه ضبط كړې دي ٬ په رپورټ كښې په ګوته كړې شوې چې مودې د اسرائيل په نقش قدم روان دے څوك چې د څو لسيزو راهسې د فلسطيناينو كورونه ړنګ كوي او د دوي آبائي زمكې قبضه كوي٬ دغسې چې په كشمير كښې د هندوانو د آباد كارۍ لاره هواره كړې شي ٬ رپورټ كښې وئيلي شوي د بي جے پي فسطائي واكمنو لخوا د كشميريانو جائيدادونه ضبط كول بېخي سياسي انتقام دے او د دې مقصد دوي د آزادۍ تحريك څخه د لاس په سر كولو هڅه ده۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي د كشميريانو املاك ضبط كولو نه علاوه هندي عسكر د تشدد اپرېشن په مهال د كشميريانو كورونه پرله پسې تباه كوي۔ د كشمير ميډيا سروس په رپوټ كښې وئيلي شوي مودي سركار نه يواځې کشميريان بې كوره كوي بلكې دوي د خپل شناخت نه د محرومولو له منصوبه بندي هم كوي۔ په رپورټ كښې په دې خبره د افسوس څرګندونه شوې چې هند په كشمير كښې د آزادۍ غږ غلي كولو لپاره هره وحشيانه لارې خپلوي خو د هغوي سازشونه د سيمې اولس د آزادۍ مطالبې نه په شا كولې نشي ۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي نړيوالې ورورولۍ له پكار دي چې ھغوي په جمو و كشمير كښې د مودي سركار د وحشيانه اقدامات خبر واخلي۔