رمضان المبارك كښې سركاري دفترونو له د كار وختونه اعلان كړی شول

اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي)داخله وزارت رمضان المبارك كښې سركاري دفترونو له د كار وختونه اعلان كړي۔پھ دې لړ كښې د جاري كړی شوي نوټيفيكېشن ترمخه په اونۍ كښې پنځه ورځې كار كونكي سركاري دفترونه به(ګل څخه تر زيارت ورځې) سهار 8 بجو څخه تر 2 بجو پرانستې وي او د جمعې پھ ورځ به سهار 8 بجو څخه تر يوې بجې پورې كار كوي۔اونۍ كښې شپږو ورځو لپاره پرانستې سركاري دفترونو كښې به د ګل څخه تر زيارت ورځې 8 بجو څخه تر 1 بجې او د جمعې په ورځ 8 څخه تر 12 بجو كار كېږي۔)