د اېس سي او ټول غړي هېوادونه به امن، نړيوال يووالي او مرسته زياتولو لپاره په ګډه كار روان ساتي. وزيراعظم شهباز شريف

لاهور 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د دې هيلې څرګنده كړې ده چې د اېس سي او ټول غړي هېوادونه به امن، نړيوال يووالي او مرسته زياتولو لپاره په ګډه كار روان ساتي، د اېس سي او غړو هېوادونو ترمېنځه تجارت سره سره د پرمختيائي اهدافو ودې لپاره د مناسب فنډنګ لائحه عمل ضرورت دے. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د شنګهائي مرستې تنظيم ﴿اېس سي او﴾ سېكرټري جنرل اېمبېسډر ژانګ منګ د اتوار په ورځ ملاقات وكړو. وزيراعظم په مهمو ذمه وارو سنبالولو هغه ته مباركي وركړه او باور ئې وركړو چې پاكستان به د تنظيم مقاصد ترسره ترلاسه كولو لپاره مكمل مرسته كوي. په دې موقع د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. وزيراعظم ووئيل چې د اېس سي او ټول غړي هېوادونه به امن، نړيوال يووالي او مرسته زياتولو لپاره په ګډه كار روان ساتي، د اېس سي او غړو هېوادونو ترمېنځه تجارت سره سره د پرمختيائي اهدافو ودې لپاره د مناسب فنډنګ لائحه عمل ضرورت دے. وزيراعظم د پاكستان ترجيحاتو او قومي اهدافو سره سره د شنګهائي مرستې تنظيم د تجارت، معيشت، موسمياتي بدلون پشمول د شريكې خوښې په مهمو څانګو رڼا واچوله. سېكرټري جنرل په ستمبر كال 2022م كښېې په ثمرقند كښې د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې ګډون كولو لپاره وزيراعظم ته بلنه وركړه او وزيراعظم ووئيل چې هغه په غونډه كښې ګډون كول غواړي.