صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پنجاب بار كونسل سېكرټري په قتل خواشيني وښودله

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پنجاب بار كونسل سېكرټري په قتل خواشيني ښودلې. د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د اتوار په ورځ د پنجاب بار كونسل سېكرټري اشرف راهي په قتل خواشيني ښودلو سره د هغه لوړو درجو لپاره دعا كړې. ده غم جنې كورنۍ سره غمرازي وكړه. صدر مملكت ووئيل چې د پنجاب بار كونسل د سېكرټري په قتل كښې ككړ تورن نيولو سره به د هغه كورنۍ ته انصاف وركولې شي. د مېډيا رپورټونو له مخې د پنجاب بار كونسل سېكرټري اشرف راهي د خالي په شپه نامعلومو كسانو د لاهور د بادامي تاڼې په حدودو كښې وژلے و.