پاكستان په افغانستان كښې سېلاب ځپليو لپاره د مرستې درېم كهيپ ولږلو

APP21-220722 RAWALPINDI: July 22 - Federal Minister for Foreign Affairs, Mr. Bilawal Bhutto Zardari handed over third tranche of Relief Assistance to Afghan Charge D'affaires, Sardar Muhammad Shakeeb at Nur Khan Base. Chairman NDMA Lt. General Akhtar Nawaz is also present at the occasion. APP

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د پاكستان د اړخه افغانستان كښې سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان درېم كهېپ افغانستان ته لېږلے شوے۔په دې اړه دستوره په نور خان ايئربيس كښې وشوه۔په دستوره ګښې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔د افغانستان ناظم الامور سردار محمد شكيب د افغانستان حكومت اړخه د مرستې سامان تر لاسه كړو۔په دستوره كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز هم موجود ؤ ۔د خارجه وزارت او پاكستان كښې د افغانستان سفارت اعلٰی چارواكو هم په دستوره كښې ګډون كولو۔د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په سپارښتنه اېن ډي اېم اے په افغانستان كښې د ځپليو مرستې لپاره د 10.6 ټن كهيپ انتظام كړے چې پكښې د يخښنۍ موسم لپاره ګرمې جامې٬خيمې او نور سامان شامل ؤ ۔خارجه وزير دستورې ته ووئيل پاكستان د سېلاب او زلزلې غوندې قدرتي آفتونو سره مخ افغانانو سره ولاړ دے۔ده افغانستان ته د مرستې سامان وركولو لپاره د اېن ډي اېم اے٬خارجه وزارت٬پاك فضائيه او اړوندو محكمو كردار هم وستائېلو۔دغسې په اسلام آباد كښې د افغانستان نظام الامور د افغانستان په مرسته كولو د پاكستان اولس او حكومت مننه وكړه