د پاك چين سفارتي اړيكو 65كاله ترسره كېدو په موقع د چين دوره كونكې پاكستاني تجارتي پلاوي غړو اے پي پي سره خبرې

اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) د پاكستان بزنس كميونټي د چين او پاكستان ترمينځه تجارتي اړيكو ته د ودې وركولو٬برآمدات زياتولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي خسارې كمولو عزم لري۔د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان نوموړو تجارانو ټيپو ترك٬جاوېد الرحمان او سعيد پېټر٬ د پاك چين سفارتي اړيكو 65كاله ترسره كېدو په موقع اے پي پي سره په خبرو كښې وكړه۔ټيپو ترك٬جاوېد الرحمان او سعيد پېټر پاكستاني پلاوي كښې شامل دي څوك چې دا وخت د چين په دوره دي۔دوي ووئيل پاك چين اړيكې ټوله نړۍ كښې د سفارتي اړيكو په توګه يو غوره مثال دې او وخت تېرېدو سره سره به د تجارت او اقتصادي څانګې پشمول په ټولو څانګو كښې دا دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي