د پاکستان فور جي لائسنس باضابطه كاميابه بولي كوٶنكې موبائل كمپنۍ جاز پاكستان ته وسپارلے شو

اسلام آباد ۔ 30 جون (اے پی پی) د پاکستان فور جي لائسنس باضابطه كاميابه بولي كوٶنكې موبائل كمپنۍ جاز پاكستان ته سپارلے شوے۔ د زيارت په ورځ په خزانې وزارت كښې د دستورې په مهال د ټېكنالوجي نيوټرل لائسنس فرېكوېنسۍ لس مېګا هرټز سپېكټرم 1800 مېګا هرټز جاز پاكستان ته حواله كړې شوې۔د خزانې وزیر سناتور محمد اسحاق ډار او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كمېونيكېشن دوهمه وزيرې انوشه …

اسلام آباد ۔ 30 جون (اے پی پی) د پاکستان فور جي لائسنس باضابطه كاميابه بولي كوٶنكې موبائل كمپنۍ جاز پاكستان ته سپارلے شوے۔ د زيارت په ورځ په خزانې وزارت كښې د دستورې په مهال د ټېكنالوجي نيوټرل لائسنس فرېكوېنسۍ لس مېګا هرټز سپېكټرم 1800 مېګا هرټز جاز پاكستان ته حواله كړې شوې۔د خزانې وزیر سناتور محمد اسحاق ډار او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كمېونيكېشن دوهمه وزيرې انوشه رحمان په باضابطه توګه د فور جي لائسنس د جاز چيف اېګزېكټو آفسر عامر ابراهيم ته حواله كړو۔ دې لائسنس سره به جاز كمپني پاكستان كښې د فور جي سروس د اجراء جوګه شي۔ جاز د لائسنس ټول فيس 295 مېليونه ډالره جمع كړې دي۔ ه دې موقع د خزانې وزير اسحاق ډار ٬ انوشه رحمان او د ھغې ډلې ٬ پاكستان ټيلي كېمېونيكېشن اتهارټۍ (پي ټي اے) ٬ جاز او نورو شراكت دارو ته مباركي وركړه چا چې كاميابه نيلامۍ لپاره په ښه ډول كار كړې۔ محمد اسحاق ډار ووئيل چې د فور جي لائسنس نیلامۍ عمل د ښه نړيوالو معيارونو له مخې پاك او سپېځلې جوړ كړې شوے۔