كوئټه 18 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان چيف سېكرټري عبدالعزيز عقيلي وئېلي دي د بلوچستان حكومت د بارانونو او سېلاب له امله په حق رسېدلو كورنيو ته په سمدستي توګه د معاوضې وركولو لپاره ګامونه پورته كوي٬د ټولو ځپليو سيمو كمشنران او ډپټي كمشنران دې د بارانونو او سېلاب له امله د شوي ځاني او مالي زيان بشپړ جاج اخستو سره سره زر تر زره رپورټ وړاندې كړي دغسې چې ځپلي خلق زر تر زره د بحالۍ كار بشپړ كړي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د پشكال بارانونو له امله د شوي ځاني او مالي زيان جائزې غوندې مشرۍ كولو په مهال كړی۔په غونډه كښې د بورډ آف ريونيو مشر روشن علي شېخ٬د پي ډي اېم ډي اے ډي جي نصير احمد ناصر٬د كوئټې ډويژن كمشنر سهيل الرحمان بلوچ ٬ د كوئټه ډي سي شهيك بلوچ او نورو مشرانو ګډون كولو ٬ د نورو ډويژنونو او سيمو ډپټي كمشنران د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ناست وو۔غونډه په صوبه كښې د اوسنو بارانونو له امله تراوسه د شوي ځاني او مالي زيان او په دې لړ كښې په ځپليو سيمو كښې د شوي زيان روانې سروے څخه خبر كړی شوه۔غونډې ته د وېنا كولو په مهال چيف سېكرټري ټولو كمشنرانو او ډپټي كمشنرانو ته هدايت وكړو چې د بارانونو له امله د شوي زيان بشپړ او غېر جانبداره سروے په هر صورت باوري كړئ ۔ده ووئيل ټول اړوند افسران دې زر تر زره ځپليو سيمو كښې د شوي زيان جائزه اخستو سره رپورټ وړاندې كړي او په حق رسېدلې او ژوبل شوو كسانو له دې ټوله قانوني كاروائي په سمدستي توګه بشپړه كړې شي دغسې چې د هغوي د كورنۍ په وخت مالي مرستې باوري كړی شي۔ده ووئيل د اوسنو بارانونو له امله د ځپليو افغان كډوالو دې هم ممكنه مرسته وكړې شي۔ده ووئيل د بلوچستان حكومت په دې سخت وخت كښې د ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره ترلاسه وسائل كاروي۔