چيف اليكشن كمشنر د پنجاب چيف سيكرټري او آئي جي ته د كوم هم سويلين په ضد انتقامي كاروائي نه كولو سپارښتنه كړي ده،د اي سي پي وياند د اسدعمر په بيان رد عمل

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) اليكشن كمېشن د پي ټي آئي لارښود اسدعمر په بيان رد عمل وركولو سره وئيلي چې د پنجاب چيف اليكشن كمشنر او چيف سيكرټري او آئي جي پنجاب ته واضح هدايات جاري كړې شوي چې كوم هم سويلين ، عام وګړي په ضد كومه انتقامي كاروائي ونه كړې شي كه داسې وشوه نو سخت ايكشن دې واخستلې شي۔د اتوار په ورځ خپل يو بيان كښې د اليكشن كمېشن وياند ووئيل چيف اليكشن كمشنر د پنجاب چيف سيكرټري او آئي جي ته سپارښتنه كړې چې صوبه كښې د سپيځلي پولنګ عمل باوري كولو له دې ټول ممكنه اقدامات وكړې شي۔چيف اليكشن كمشنر ټول ووټرز له پيغام وركړې چې د خپلي خوښې اميدوار له ووټ وركړئ۔