ايتھنز 17 جولائي (اے پي پي) د يوكرين ايئر لائن يوه انټونوف كارګو الوتكه شمالي يونان كاولا ښار سره نزدې رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې 8 كسان مړه شوې دي۔د برتانيې خبررسنې ادارې د يونان سول ايوي ايشن چارواكو په اړه ووئيل د يوكرين ايئر لائن انټونوف كارګو الوتكه سربيا څخه اردن ته روانه وه كومه چې د فني خرابۍ له امله كاوالا هوائي ميدان د هنګامي لينډنګ په مهال هوائي اډے لويديز كښې 40 كلوميټره لري رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې د عملے پشمول 8 كسان مړه شوې دي۔