ميكسيكو، د منشيات كارټل په ضد پوځي عمليات په مهال چوركله رانسكوره شوه ٬ 14 كسان مړه

ميكسيكو سټي 17 جولائي (اے پي پي) ميكسيكو كښې د منشيات ډلې سرغنه نيولو لپاره پوځي عملياتو په مهال بليك هاك چوركله رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې 14 كسان مړه شوې دي۔ د ميكسيكو نشرياتي ادارے د نيوي سيكرټريټ بيان په اړه وئيلي چې د منشيات ډلې سرغنه رافيل كيرو كوئنترو نيولو لپاره عملياتو كښې برخه اخستونكې بليك هاك ملټري چوركله رياست سينالووا نړيوالي هوائي اډے لاس موچيس سره نزدې رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې 14 كسان مړه شوې دي۔ د پېښې وجوهات معلومولو لپاره پلټنې رواني دي۔