ټول هېواد كښې د رجسټرډ ووټرانو شمېره 9 كروړه 70 لكه 21 زره 340 ده۔ د ټاكنو كمېسون

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون وئيلي دې ټول هېواد كښې د رجسټرډ ووټرانو شمېره 9 كروړه 70 لكه 21 زره 340 ده۔ د جمعې په ورځ د ټاكنو كمېسون چارواكو د ووټرانو حتمي شمېرو پحقله وئيلي دې 5 كروړه 45 لكه 23 زره 406 سړي كوم چې د مجموعي شمېرو 56 فيصده دي او دغسې مېرمنې 4 كروړه 24 لكه 23 زره 934 دي او …

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون وئيلي دې ټول هېواد كښې د رجسټرډ ووټرانو شمېره 9 كروړه 70 لكه 21 زره 340 ده۔ د جمعې په ورځ د ټاكنو كمېسون چارواكو د ووټرانو حتمي شمېرو پحقله وئيلي دې 5 كروړه 45 لكه 23 زره 406 سړي كوم چې د مجموعي شمېرو 56 فيصده دي او دغسې مېرمنې 4 كروړه 24 لكه 23 زره 934 دي او دا د مجموعي شمېرو 40 فيصده دي ۔ اسلام آباد كښې د ووټرانو ټوله شمېره 6 لكه 94 زره 606 ده چې پكښې 373491 سړي او 321115 مېرمنې ووټرانې دي۔ دغسې په پنجاب كښې د ټولو رجسټرډ ووټرانو شمېره 31,301,706 ده چې پكښې 56 فيصده يعنې 31,301,706 سړي او دغسې 44 فيصده يعنې 24,519,091 مېرمنې دي ۔ سندھ كښې د رجسټرډ ووټرانو شمېره 20,64458 ده دغسې په خېبر پښتونخوا كښې د رجسټرډ ووټرانو شمېره 14,016,383 ده ۔ بلوچستان كښې د ټولو رجسټرډ ووټرانو شمېره 3702362 ده دغسې په فاټا كښې د رجسټرډ ووټرانو شمېره 2142610 ده۔