د خېبر پښتونخوا د بلديات وزیر په ډیرہ اسماعیل خان كښې د ګاز لیکج پېښه كښې د يوې ميرمن او ماشومي په حق رسيدلو د افسوس څركندونه وكړه

پېښور 17جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د بلديات وزیر سردار فیصل امېن ګنډاپور په ډيره اسماعیل خان كښې په كور كښې د ګاز لیکج په نتيجه كښې د يوي ميرمن او ماشومې په حق رسيدلو پېښې د افسوس څرګندونه كړې ده۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده په پېښه كښې د ځپلي كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه او د ارواښادو بخښنې لپاره ئې دعا وكړه۔ده ضلعی انتظامیې ته په سباؤن كښې د دې ډول ناوړه پېښو مخنيوي لپاره د سخت احتیاطی اقدامات سپارښتنه وكړه۔