د انګلستان او هند لوبډلو ترمېنځه وړومبۍ ون ډے به (نن) كېږي

لندن 11 جولائي (اے پي پي) د انګلستان او هند كركټ لوبډلو ترمېنځه د دريو مېچونو سيريز وړومبۍ ون ډے به (نن) د نهې په ورځ په لند كښې كېږي۔ د دې نه وړاندې هند د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز د يو په مقابل كښې په دوه مېچونو ګټلے، د ودواړو ډلو ترمېنځه دوېم مېچ به په څلوارلسم جولائي په لارډز او آخري ون ډے به په اوولسم جولائي مانچسټر كښې كېږي