د داخله سېكتر په مشرۍ كښې د اعلٰی كچې غونډې په وړاندېز د فېډرل كور ګروپ جوړولو منظوري هم وركړی شوه

APP84-24 ISLAMABAD: May 24 – Interior Minister Chaudhry Nisar Ali Khan addressing a press conference at Punjab House. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 26 مئی (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د عدالتونو څخه د كمزورې استغاثې او پلټنو په سوب د ترهه ګرو او جرائم پېشه كسانو سزا ګانو كمې شرحې تر مخه د كريمنل جسټس سسټم لا ښه كولو منظوري وركړې ده ۔پھ دې لړ كښې چوهدري نثار علي خان د وفاقي داخله سېكتر په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډې په تجويز د فېډرل كور ګروپ جوړولو منظوري هم وركړه۔دا كور ګروپ به په وفاقي او صوبائي حكومتونو٬سول سوسائټۍ٬سياسي ګوندونو او پاكستان كښې د كريمنل جسټس سسټم كښې اصلاحات له د كار كونكو نړيوالو تنظيمونو په استازو مشتمل وي۔د دې ګروپ به په صوبائي كچه ذيلي كمېټۍ هم جوړولې شي۔داخله وزير په دې اړه ووئيل تند رفتار او د مدلل اصلاحاتو لپاره بايد په څلورو بنيادي اړخونو سلا رامخې ته شي او پوليس استغاثه عدالتونه او پراسېكېوشن ته به تر ټولو اول پام كول وي۔داخله وزير نكټا ته امر وكړو چې هغه د نېشنل ايكشن پلان مېنډېټ ترمخه د جسټس مهمې مسئلې په اړه كريمنل جسټس سسټم كښې بشپړه اصلاحات له په زړه پورې كردار ترسره كړي