كورونا مثبت كيسز شرح 3.28 فيصده ته ورسيده،ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال 21 زره 137 كورونا ټيسټونه شوې۔اين آئي ايچ

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) په ټول هېواد كښې تيرو 24 ساعتونو په مهال 21 زره 137 كورونا ټيسټونه شوې دي۔ د جمعې په ورځ د اين آئي ايچ د اړخه جاري شوې ټويټ كښې شيئر كړې شوې شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال 21 زره 137 كورونا ټيسټونه شوې دي،چې پكښې د 693 كسانو د كورونا ټيسټ مثبت راغلې دې۔ دغسې د تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا ټيسټ مثبت شرح 3.28 فيصده وه۔په دې مهال د كورونا وائرس له امله كوم زنزور نه دې مړ شوې دغسې د 165 رنځورانو حالت اندېښمن دې۔