وزيراعظم شهباز شريف سره د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) لارښود سېنېټر مولانا عبدالغفور حيدري ملاقات

APP62-060722 ISLAMABAD: July 06 - Senator Maulana Abdul Ghafoor Haidri calls on Prime Minister Shehbaz Sharif. APP

اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) لارښود سېنېټر مولانا عبدالغفور حيدري ملاقات کړے ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات كښې د هېواد په سياسي او مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔بلخوا وزيراعظم سره د مسلم ليګ (ن) آزاد جمو او کشمير صدر شاه غلام قادر، سينئر نائب صدر مشتاق منهاس او سيکرټري جنرل چوهدري طارق فاروق هم ملاقات کړے ۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال هم په دې موقع موجود ؤ ۔ دغسې وزيراعظم سره د بشري حقونو وفاقي وزير رياض حسين پيرزاده هم ملاقات کړے چې پكښې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل هم موجود ؤ ۔